TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
What I think
What I think
زرګونه کاله ژوند وکړۍ: څانګړۍ فکر وکړۍ
Translations available in: English (original) | French | Spanish | Italian | German | Portuguese | Swedish | Russian | Dutch | Arabic


څانګړۍ فکر وکړۍ

الله دهغو خلکو په باره کې چې بې پروا او بې فکره ژوند کا فرمایی: لهم قلوب لا یفقهون بها وله اعین لا یبصرون بها ولهم اذان لا یسمعون بها، اًولک کل انعام بل هم اضل اولک هم الغافلون.
الله ج ددې خلکو په باره کې فرمایې چې دا خلک حیوانات دي بلکه دهغو نه هم بد تره دي.
هر انسان ته الله ج بیل بیل شکل ورکړی حتی غبرګوني هم یو شی ندي پیدا شوي.دګوتو نښې،دسترګو کسي ،( ډي ان اې)،غږ، اوداسې نورې ډیرې ظاهري نښې دي چې دوو انسانانو یو شی ندي.څنګه چې دانسان ظاهري خواص د بل سره یو شی ندي دغسې ددوی باطني ، فکري او معنوي خاصیتونه هم سره یو شی ندي.که دا خبرې سره را ټولې کړو نو ویلای شو چې هیڅ انسان د بل انسان سره هو بهو یو شی ندی، الله ج هر انسان بیل بیل او مختلف پیدا کړی دی، که د ټولو انسانانو څیرې او فکرونه یو شۍ وای نوددومره بیلیونه انسانانو پیدا کولو ته څه ضرورت وا ؟ کوم کارکه یوه کولای شوای بل به هم کولای شوای او کوم چې یوه نشوای کولای نورو به هم نشوای کولای. لیکن الله ج هر انسان ته داسې ځانګړي صفتونه ورکړي چې دنورو سره نشته او دغه ځانګړتیا دده د پیدا یښت سبب دی.هر انسان ځانګړۍ فکر او ځانګړي صفتونه لري ددې معلومول او په کار اچول انسان ابدي کوي، نوم یې ځانګړۍ کوي او خدمتونه یې تر اخره پاتې کیږي . مګر دده دا ځانګړي صفتونه دنورو خلکو دتاثیر لاندې راځي او دوخت په تیریدو سره دده ځانګړي صفتونه کمزوري کیږي او بلآخره له منځه ځي، همدا وجه ده چې نن موږ ډیر داسې انسانان وینو چې خپل هدف نلري، بلکه نور چې څه کوي یا څه ورته وایې همغه کوي که لږ ځیر شو نو مغز د یوه انسان او ډیر بدنونه د هغه د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، چې بغیر دیوه نه نور ټول خپل هویت له لاسه ورکوي. کوم انسان چې خپله فکر نکا باید دخپل پایښت او بقا لپاره په نورو پسې ولاړ شي،که نور صحیح وو دده ښه بخت او که په غلطه وو دی یې له درک کولو نه عاجز دی. بل طرف ته ځینې خلک خو لا دومره ظالمان دي چې بل په زور او زیاتي خپلې خبرې او مفکورې منلو ته اړباسي، مختلف چلونه، تکتیکونه او بلآخره جنګي آلات کاروي تر څو نور خلک ددوي غوندې فکر وکا، ددوی غوندې واغوندي،وخوري او ددوی د هدف لپاره خپل عمر دوی ته ورکا. بعضې خلک په پوهه او یا ناپوهي ددوی په لومو کې نښلي او خپل هویت له لاسه ورکوي.

که انسان لږ فکر وکا چې د څو نیکونو نومونه یې یاد دي او ولې؟ نو د دوه دری نیکو نومونه به یې په یاد وي او نور به یې نه وي یاد ، دا ځکه چې هغوی داسې کوم لوی کار نه وو کړی چې دوی ته ځانګړتیا ورکړي، دوی هم دهغو بیلیونونو انسانانو غوندې عادي ژوند وکړ او خاورې شول کوم جې له دوی نه مخکې تیر شوي وو! نومونه یې د تاریخ په هغه صفحه کې ځای نشول کومه چې یوازې د ګوتو په شمار نومونه ثبتولاي شي! او دا نومونه یواځې د هغو خلکو دي کومو چې هغه کار وکړ دکوم دپاره چې لوی الله ج دوی پیدا کړیوو! او هر انسان الله ج دبیل بیل کار لپاره پیدا کړی دی! او دغه ځانګړی کار یواځې دفکر په وسیله پیدا کیدای شي. الله ج ته دهغه کار لپاره پیدا کړی یې د کوم چې کول یې ستا زړه غواړي او ته یې دکولو ارمانجن یې! که چیرې وغواړې چې خپل ارمان ته ورسې نو ارومرو رسیږې ، ځکه ستا سپیڅلي هدفونه دالله ج له لوري ستا مخې ته راوړل کیږي او با حکمته ذات هیڅکله بې حکمته کار نکوي، ته پوهیږې جې زه فلانی کار کولای شم مګر ځان تیروې، دا ځکه ته دا فکر کوې چې زه به دا کار ونه کړای شم ، مګر پدې مطمین اوسه کوم لوی او سپیڅلي هدفونه چې ستا په زړه را تیریږي د همغه لپاره پیدا یې، دا ځکه چې الله ج په تا کې ددې کار استعداد ویني چې تاته یې بیا بیا در یادوي، که ټینګ عزم وکړې او دنورو خلکو له لوري د هدف نه کوږ نشې یقینا ستا نوم به د تاریخ په هغه یواځینۍ پاڼه کې لیکل کیږي د کومې چې هر انسان امید لري! او که داسې ونکړې نو حتی ددریم پښت له دعا نه به هم محروم وې او په قبر کې به یواځې د قیامت په انتظار بې نومه بې نښانه پروت وې او بس !

پدې باره کې چې انسان څنګه دنورو خلکو او یا هم د استفاده طلبو ملګریو یا هم د خپل وروسته پاتي چاپیریال نه ناپامه اغیزمن کیږي اروا پوهان مختلفې تجربې لری یوه په زړه پورې تجربه یې ذکر کوم: اروا پوهانو ۵ شادیانې په یوه بنده کوټه کې واچولې،په تاخچه کې یې څو درجنه کیلې ورته کیښودې او یوه زینه د ور پورته کیدلو دپاره!ارواپوهان دچت په سر ورته کیناستل او کوټه یې روښانه کړه.شادیانو چې شاوخوا وکتل په کیلو یې سترګې ولګیدلې نو یې منډې شروع کړې کومه چې زوروره وه اوله وخته او نورې یې وډارې کړې چې نوبت مراعات کوۍ،غریبه شادي چې کیلو ته ورنږدې شوه د پورته نه اروا پوهانو ډیرې یخې اوبه پرې ورتوېې کړې، شادي بیرته په څټ را ټوپ کړل او په کونج کې ودریده،او ددې دوجهې نه په نورو هم ښې يخې اوبه ور تویې کړې.بلې شادي را منډه کړې او کیلو ته درسیدو سره سم پدې او په نورو ټولو ملګریو یې یخې اوبه ورتویې کړې.پدې ترتیب هرې شادي کوښښ وکړ مګر په ټولو یې همداسې یخې اوبه راتوېولې.اخر شادیانې کرارې کیناستې او کیلې یې پریښودلې.اروا بوهانو ددوی له منځه یوه شادي وایسته او نوې شادي یې راوسته، شادي ولیدل چې کیلې ایښې او څوک یې نه خوري،نو یې دزینې په لوري منډه واخسته مګر زینې ته له ختلو مخکې نورو شادیانو را ونیوه او سمه یې وډبوله ځکه نورې ۴ شادیانې پوهیدې چې کیلې را اخیستل یعني په ټولو یخې اوبه تویدل اګر چې اروا پوهانو تصمیم نیولی وو چې نورې اوبه به نه تویو.دانویې شادي نه پوهیده چې ولې یې ووهلم؟ دا هم غلې یوې څنګ ته کیناسته، اروا پوهانه بله شادي هم وایسته او دهغې په ځای یې یوه بله نوې شادي راوسته.دغه نوې شادي چې کیلې ولیدلې نو ور منډه یې کړه مګر زینې ته له ختلو مخکې نورو شادیانو را ونیوه او سمه یې وډبوله،هاغه بلې شادي چې هیڅ بی هیڅه یې ډبول خوړلي وو هم ورسره کمک شوه دا دوهمه شادي هم نه پوهیده چې ولې یې ووهلم؟ دا هم غلې یوې څنګ ته کیناسته،پدې ترتیب یې ټولې زړې شادېانې واستلې او نویې شادېانې راتلې او دې نویو شادیانو به نورې شادیانې زینې ته د ختلو سره سم وهلې بې له دې چې پوه شي ولې یې وهم او بله به هم نه پوهیده چې ولې مې وهي؟
ددې څخه اروا پوهانو دانتیجه واخسته چې خلک ډیر وخت بې فکره داسې کارونه کا چې په علت یې نه پوهیږي بلکه د چاپیریال داغیز له امله مجبورېږي چې هغه کار وکا کوم چې نور خلک یې کا. دانسان او دحیوان او دکمپیوتر فرق په دې کې دی چې باید هر وخت او په هر قسم حالاتو کې مختلف تصمیمونه ونیسي او دنورو تر تاثیر لاندې رانشي. ددې لپاره (د بکس نه بهر فکر کول) نوۍ نوم استعمالوي، د محیط نه بهر فکر کول ریښتیا هم انسان ته ځانګړتیا وربښي.


June 26, 2008 | 6:02 AM Comments  0 comments

Tags:
You must be logged in to add tags.


Khalil Homaam's Profile


Latest Posts
People Leave Managers...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
humandevelopement management managementsciences marketing workplaceproblem

Filter By Type
Travel
Topics

Links
Islam Way
Khalil Wardak


11673 views
Important Disclaimer