TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
What I think
What I think
زرګونه کاله ژوند وکړۍ:ځانته یو هدف ولرۍ
Translations available in: Arabic (original) | French | Spanish | Italian | German | Portuguese | Swedish | Russian | Dutch | Arabic

ځانته یو هدف ولرۍ:
بله ډیره مهمه موضوع داده چې هر کس باید ځانته یو هدف ولري،یو داسې مقدس او سپیڅلۍ امېد ولری چې دهغو دپاره ژوند وکا او دهغو دپاره ومري. دا هدف باید دومره لوی او سپیڅلۍ وی چې ددې دومره لویې دنیا اود دومره پراخه کایناتو حق ادا کا او پرې نږدي چې دالله ج دومره لویه کارخانه چې دده دپاره پیداشوې بېکاره پاتې شي! الله ج لوی ذات دۍ او لوی فکر خوښوي ، خلک ورته تشویقوي او فرمایي:
الذین یذکرون الله قیاما وقعودا وعلی جنوبهم ویتفکرون في خلق السموات والارض،ربنا ما خلقت هذا باطلا...
دځمکې او اسمانو خلقت بیل بحث دی چې څومره په دقت او حکمت جوړ شوي ، تاسې د ځمکې د پیدایښت دورې خپله وګورۍ اریان به شی او بې اختیاره به ربنا ما خلقت هذا باطلا... ووایی او دده په لویۍ به اعتراف وکړۍ! الله ۷ اسمانونه پیدا کړي،(الذی خلق سبع سموات طباقا) تر ټولو ووړ یي ددنېا اوتر ټولو لوی یي ۷ اسمان دی.او هر اسمان بیا تر ملاﺉکو دومره ډک دی چې یوه لویشت خالي ځای یې ندی پرې اییښۍ. ...
الله ۷ ځمکې پیدا کړي (الذی خلق سبع سموات ومن الارض مثلهن).
داځمکه چې مونږ پرې اوسیږو په شمسي نظام کې پنځمه لویه ده تردې لویه سیاره د جوپیټر ده چې د ځمکې ۱۱ چنده لویه ده،دا شمسي نظام بیا د راه شیري ګلکسي یوه برخه ده او دا د۴۰۰ بیلیونه نورو سیارو نه جوړه ده او دا بیا د یوې ګلکسي برخه ده او پدې فضا کې ۱۲۵ بیلیونه ګلګسي دي،الله الله څومره غټه پاچاهي ده او څومره لوي نظام دی.

هو هدف باید دومره لوی او سپیڅلۍ وی که دهدف دلاسته راوړلو نه وروسته مرګ راځي هم چې باک مو نه وي،مګر هدف یواځې هغه وخت ګټور وي چې په ټاکلي وخت ترسره شي.

June 26, 2008 | 6:12 AM Comments  0 comments

You must be logged in to add tags.


Khalil Homaam's Profile


Latest Posts
People Leave Managers...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
humandevelopement management managementsciences marketing workplaceproblem

Filter By Type
Travel
Topics

Links
Islam Way
Khalil Wardak


11680 views
Important Disclaimer