TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
What I think
What I think
زرګونه کاله ژوند وکړۍ: دخلکو په خبرو کوڼ شه کله چې دوی وایې چې هدف ته نشې رسیدای
Translations available in: Arabic (original) | French | Spanish | Italian | German | Portuguese | Swedish | Russian | Dutch | Arabic

دخلکو په خبرو کوڼ شه کله چې دوی وایې چې هدف ته نشې رسیدای


زه یو بل مثال هم بیانوم ددې دپاره چې نور خلک په پوهې او یا نا پوهۍ د نورو تر تاثیر لاندې راځی او یا نور خلک تر تاثیر لاندې راولي او ددوی خپل مقصدونه له منځه ځي.
دمیږیانو یوه پاچا اعلان وکا چې کوم میږی په دې ۲۵ متره لوړ مینار وخوت خپل وزیر یې ټاکم. په زرګونو میږیان د مسابقې دپاره تیار شول، په ټاکلي وخت باندې ټول میږیان د مسابقې میدان ته راغلل، دبرج په لیدو سره میږيانو چیغې کړې ددومره لوړ برج سرته ختل نا ممکن دي! پدو چیغو چیغو کې نیم میږیان دمسابقې نه تیر شول نیمو نورو تیارۍ شروع کا، او په برج ور پورته شول. نندارچیانو مسلسلې چیغې وهلې چې ددې برج سرته ختل نا ممکن دي! بعضې میږیان تر یوه متر بعضې تر ۲ مترو او بعضې ان تر نیمې مسافې واوښتل مګر یوپر بل پسې لاندې غورځیدل، تر دې چې څو دګوتو په شمیر میږیان پاتې شول. نندارچیانو مسلسلې چیغې وهلې چې ددې برج سرته ختل نا ممکن دي!هیڅوک به یې هم سرته ونه رسي! آه! ټول میږیان وغورځیدل یواځې یو میږۍ مخ پورته روان دی څومره چې پورته ځي او هدف ته لنډیږي هومره دنندارچیانو چیغې پورته کیږي چې هیڅوک به یې هم سرته ونه رسي!! دا یو میږۍ مخ پورته روان وو ها د برج سرته وخوت ! پاچا دمسابقې ګټونګۍ اعلان کا او ځان ته یې را وغوښت تر څو نور معلومات ترې واخلي.د پوښتنو او ګرویږنو نه وروسته معلومه شوه چې ګټونکۍ میږۍ کوڼ دی او ځکه د برج سرته وختلای شوای چې د د نندارچیانو زړه غورځونکې چیغې او اوازونه یې نه اوریدل.
ارواپوهان وایې دخلکو په خبرو کوڼ شه کله چې دوی وایې چې هدف ته نشې رسیدای، هدف ته رسیدل يو رواني او نفسیاتي قصد او تصمیم دی نور هیڅ نه دي! دقرآن پاک مکمل حفظ، په لکونو حدیثونو یادول، په زرګونو جلده لسګونه کتابونه لیکل، په یوه وخت د فزیک، کیمیا،نجوم،فلسفې،ریاضي او طب پوه او نوي څیزونه کشفونکي ټول زمونږ په تاریخ کې تیر شوي خلک دي‏. الله ج انسان ډیر پیچلۍ او سپیڅلې پیدا کړۍ هر څه چې دانسان په ذهن کې تیریږي بې هیڅه نه تیریږي، الله ج انسان ته وریادوي چې دا کار کولاې شې او دا کار کولای شې ...مګر مونږ ځانونه پرې ناګاره کوو او ځکه چې؛ نور خلک یې نه کوي زه تر هغو څه ځوان یم!؟ حال داچې دیوې کامیابي لمړۍ نښه داده چې څوک یې کول وغواړي! خلک نه کامیابیږي ځکه چې کامیابیدل نه غواړي‏!!
انسانانو دسترګو په رپ کې د زرګونو میلونو څخه شیان وړي او راوړي دي ، انسانانو په یوه توکړه خط باندې یاغي سیندونه رام کړیدي، او هغه هم انسانان وو چې په اسونو سواره به له سیندونو څخه تیریدل. انسان چې څه وغواړي کولاي شي او ټوله نړۍ او کاینات دده سره د کارونو په سرته رسولو کې مرسته کوي ځکه چې ټول دده دخدمت لپاره پیدا شوېدي.

June 26, 2008 | 6:26 AM Comments  0 comments

Tags:
You must be logged in to add tags.


Khalil Homaam's Profile


Latest Posts
People Leave Managers...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...
زرګونه کاله...

Monthly Archive

Change Language


Tags Archive
humandevelopement management managementsciences marketing workplaceproblem

Filter By Type
Travel
Topics

Links
Islam Way
Khalil Wardak


11678 views
Important Disclaimer